سیمه ییز خبرونه
د كورنيو توليداتو د ملاتړ په اړه د ولسمشر ژمنه پلې شوې نه ده
د افغانستان د صنايعو ټولنه وايي، چې:
افغان ولسمشر حامد كرزي څلور مياشتې وړاندې ماليې وزارت ته د سل ميليون دالرو په ارزښت د كورنيو صنايعو د ملاتړ په موخه د بانك جوړولو سپارښتنه كړې وه، خو تر اوسه په دې برخه كې هيڅ پرمختگ نه دى شوى.
د ماليې وزارت وايي، چې:
د بانك جوړولو طرحه وزيرانو شورا ته استول شوې ده.
د افغانستان د صنعتگرو ټولنې رييس جبار ساپى افغان حكومت گرم بولي، چې له تېرو څو كلونو راهيسې ژمنې كيږي، خو عملي كوي يې نه.
جبار ساپى وايي، چې:
د صنعتگرو د مالي ملاتړ لپاره د افغان ولسمشر لخوا د يوه بانك د جوړولو ژمنه د ماليې وزارت لخوا نده عملي شوې.
د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي زياتوي:
دغه بانك به هغو كسانو ته پور وركوي، چې غواړي تازه د كورنيو توليداتو په برخه كې پانگونه وكړي.
افغان ولسمشر حامد كرزي څه موده مخكې د كورنيو توليداتو په نندارتون كې د ماليې، سوداگرۍ او اقتصاد وزارتونو ته سپارښتنه وكړه، چې د كورنيو توليداتو د ودې لپاره يوه هر اړخيزه ستراتيژي جوړه كړي.