1393ټاكنې

د كورنيو چارو وزارت: خلكو ته په بريالي ډول د ټاكنو د تر سره كېدو له كبله مباركي وركړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ټاكنو د ګډوډولو لپاره د وسله والو مخالفينو له شلو زيات بريدونه شنډ كړي دي. د دې وزارت امنيتي مرستيال وايي، د دې فعاليتونو په تور يو شمېر كسان وژل شوي او ځينې نور هم ژوندي نيول شوي دي.

تر اوږده انتظار وروسته بالاخره يو زيات شمېر افغانان د رايو صندوقونو ته ولاړل او د نوي ولسمشر او د ولايتي شوراګانو د غړو د ټاكنې لپاره يي رايي استعمال كړې.

له امنيتي ګواښونو سره سره بالاخره ټاكنې تر سره شوې. افغانستان د ولسمشرۍ دريم ځلي ټاكنې تجربه كړې او د اساسي قانون پر بنسټ د لومړي ځل لپاره سياسي واك له يوه  منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ليږدول كېږي.

ټاكنې پر داسې مهال شوي، چې افغان امنيتي ځواكونو د افغانستان د ۹۵ په سلو كې سيمې امنيتي مسئوليتونه پر غاړه اخيستې دي. د ټاكنو امنيت افغان ځواكونو نيولى او بهرني ځواكونه په كې رول نه لري.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د رايې د استعمال پر مهال ټينګار وكړ، چې امنيتي ځواكونو د ټاكنو د امنيت ساتنې لپاره ځانګړي تدابير نيولي، او د ټاكنو د پروسې تر پاى ته رسېدو پورې به دا ځواكونه په تيارسۍ كې وي.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال د افغانستان خلكو ته په بريالي ډول د ټاكنو د تر سره كېدو له كبله مباركي وركړه.

بلخوا د كورنيو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګی وايي، شپږ تنه يي په كابل، كندهار، او وردګو ولايتونو كې په ټاكنو كې د درغليو په تور نيولي دي.

ايوب سالنګي همدارنګه وايي، په نيول شويو كسانو كې د پوليسو يو افسر او د ملي امنيت يو كاركونكى هم شته.

هغه زیاته کړه، په څو ولايتونو كې د دښمن خوځښتونه  روان و، خو امنيتي ځواكونو په بشپړ چمتوالي كې دا حركتونه وځپل.

د كورنيو چارو وزارت همدا راز وايي، د ډيورند كرښې له پورې غاړې څخه د پاكستاني ځواكونو له خوا د كونړ، نورستان، پكتيا او پكتيكا ولايتونو پر سرحدي سيمو توغنديز بريدونه شوي. وزارت د پاكستان دا كړنه غندلې او د دې بهير د ژر ودرېدو غوښتنه يي كړې ده.

Trending

Exit mobile version