سیمه ییز خبرونه
د كورني او بهرني سياست د حل لپاره منظمې ديپلوماسۍ او مسلكې كدرونو ته اړتيا ده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د هېواد د كورني او بهرني سياست په وړاندي ګڼي ستونزې شتون لري، چي د مسلكې ديپلوماتانو د ګمارنې له لارې به دا ستونزې حل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضراراحمد عثماني وايي:
د هېواد روانو حالاتو ته په كتو سره هېواد د كورني او بهرني سياست پر وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى، چې د حل لپاره يي منظمې ديپلوماسي او مسلكې كدرونو ته اړتيا ده.
ضرار احمد عثماني دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسي له انستيتوت څخه د ۱۰۹ محصلانو د فراغت په نمانځغونډه كې بيان كړې.
د بهرنيو چارو وزارت د د يپلوماسۍ د انستيتيوټ رئيس محب سپين غر وايي، محصلانو ته د بېلابېلو بهرنيو ژبو د زدكړې تر څنګ د سياست په برخه كې هم روزنه وركړل شوه.
له دې بنسټ څخه يو شمېر فارغ شوي محصلان وايي، د زدكړو په يوه كلن بهير كې يي ډېر څه زده كړي دي.
د بهرنيو چارو وزير په داسې حال كې د كورني او بهرني سياست پر وړاندې د ګڼو ستونزو يادونه كوي، چې مخكې له دې تل په بېلابېلو سياسي غونډو كې له دولت څخه په بهرني او كورني سياست كې د جامع تګلارو د جوړېدو غوښتنې شوې وې.