سیمه ییز خبرونه
د كور جوړونې تصدۍ د سل زره كورنو جوړولو له وړتيا خبر وركوي
د ښار جوړونې وزارت وايي، چې:
د كور جوړونې تصدي به د درې كلونو په ترڅ كې سل زره كورنه جوړ كړي.
دغه وزارت له يوه روسي شركت سره تړون كړى، چې له مخې به يې د پنځوس ميليون دالرو پر لگښت د ساختماني توكو كارخانه جوړه شي.
ويل كيږي دغې كارخانې د جوړونې چارې به په راتلونكيو اووه مياشتو كې بشپړې شي.
د ښار جوړونې وزير حسن عبداللهي وايي، چې:
له څو كلونو راهيسې مو د داسې يو تړون د لاسليك هڅې پيل كړې وي، چې ايله د چارشنبې په ورځ(د مرغومي۶) د كور جوړونې د تصدۍ او يوه روسي شركت ترمنځ لاسليك شو.
د تړون له مخې به په كابل كې د كور جوړونې تصدي او وستوك روسي شركت په گډه د پنځوس ميليون ډالرو پر لگښت د ساختماني موادو د توليد كارخانه جوړه كړي.
د كور جوړونې د تصدۍ رييس احمد نواز بختيار وايي:
د تړون له مخې افغانستان اړ دى، چې كاري شرايط برابر كړي او په مقابل كې به يې روسان د ودانيزو او ساختماني توكو د توليد نوې تكنالوژي افغانانو ته ورښيي.
د روسي وستوك شركت رييس ديميتري كميساروف وايي:
افغانستان او روسېې ښې او بدې ورځې تر شا پريښي، ځيني وخت يو پر بل بې باوره شوي هم دي. اوس هغه وخت راغلى، چې تېر هير شي او د ښو اقتصادي اړيكو په فكر كې شو.
په افغانستان كې د كور جوړونې تصدي ۴۳ كاله پخوا د فوايد عامې وزارت په چوكاټ كې جوړه شوه. دغې تصدۍ د كورنيو جگړو له پيل وړاندې شاوخوا لس زره كورونه جوړ كړي ول.