پرمختګ او بشپړتیا
د كونړد وټه پور ولسوالۍ يو پل بيا ورغول شو
د کونړد وټه پورولسوالۍ پل، چې څلويښت متره اوږدوالى لري؛ د افغان او نړيوالو ځواکونو په مالي مرسته اوهمکارى جوړ او گټې اخيستنې ته وړاندې شو.
دغه پول يوه اوونى وړاندې د زورورو سېلابونو له کبله په بشپړه توگه ويجاړشوى و، چې له کبله يې د اسدآباد او مرکزي نورستان ترمنځ د موټرو تگ راتگ بند شوى و.
د وټه پورولسوالۍ دغه پل يوه اوونى وړاندې هغه مهال زورورسيلابونو په بشپړه توګه ويجاړکړ، چې وروسته له دوه کلونو گاونډ نورستان ته افغان امنيتي ځواکونو د خوراکي اواړينو توکو کاروان وليږداوه او اوس داسې هم ويل کيږي، چې:
نړيوال امنيتي ځواکونه غواړي يووار بيا په هغو مرکزونو کې ځاى په ځاى شي، چې څو مياشتې وړاندې يې پريښى و.
د کونړوالي سيدفضل الله وحيدي وايي:
دغه پل، چې څلوېښت متره اوږدوالى لري؛ د افغان او نړيوالو ځواکونو په مالي مرسته اوهمکارۍ جوړشوى، چې د اتيا ټنه وزن اړولو وړتيا لري.
د وټه پور ولسوالۍ عام اوسيدونکي هم د دغه پله له جوړيدو خوښي څرگنده كړې او وايي، چې:
افغان او نړيوال ځواکونه دې تل د ستونزو په له منځه وړلو کی همدغسې غبرگ او جدی غبرگون وښيی، چې ولسي خلک له ستونزو او مشکلاتو خلاص شی.
د دې پل په جوړيدو به نه يوازې د ولسي وگړيو ستونزې حل شي، بلکی نورستان ته به د خوراکي توکو پر ليږد سربېره د امنيت په برخه کې به د افغان اونړيوالو ځواکونو لاسرسى هم پياوړى شي.
دغه پل هغه مهال د جدي پاملرنې وړ وگرځيد، چې له همدې لارې له دوه کلونو وروسته د يو پوځي کاروان په مرسته نورستان ولايت ته د خوراکي او اړينو توکو د ليږدولو لړۍ پيل شوه .