تازه خبرونه

د كونړ د وروستۍ پېښې څېړنه به وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ویل کیږي، چی د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو برید به د پاكستان پوځ د هغو ۲۳ سرتېرو په غچ كې شوى وي، چې د دغه هېواد د پوځ د ادعا له مخې د پاكستانيو طالبانو له خوا په افغانستان كې وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی یو ځل بیا د پاکستان دغه ادعا رد كړه او وايي، چې د دغې پېښی په اړه څېړنه کيږي او که دا روښانه شي، چی د دغه برید تر شا د پاکستان د پو ځ لاس دی؛ نو افغانستان د دی توان لري، چی د داسی بریدنو ځواب ورکړي.

ښاغلى مستغنى زياتوي، دغه برید دهغو تر هگرو لخوا شوی، چی د پاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې میشت دي.

دغه وزارت يو ځل بيا له پاكستان څخه وغوښتل، چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې رښتينې مبارزه وكړي.

د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال كې دا څرگندونې كوي، چې له څو كلونو را پديخوا د پاکستان له لوري پر کونړ د توغندیو بریدونه کیږي؛ خو افغانستان تر او سه په دې اړه عملي گام ندی پورته کړی.

Trending

Exit mobile version