تازه خبرونه

د كونړ ولايت د غازي آباد پېښه د امنيتي چارواكو د ناغيړيو پايله وه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كونړ په ولايت كې د طالبانو له منگولو څخه د ملي اردو دوه خوشې شويو سرتيرو ويلي، د غازي آباد په ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستې د وسلوالو طالبانو وروستى خونړى بريد د امنيتي چارواكو د ناغيړيو پايله وه.

دوى وايي، د طالبانو تر برمتې لاندې هره شېبه مرگ و او ژوند ته هيله نه وه.

دوى د خپلو ۲۱ ملگرو د وژل كېدو پېښه داسې بيانوي.

زمونږ څلور ملگرو له طالبانو سره مستقيم ارتباط درلود. زمونږ د پوستې نقشه يې طالبانو ته وركړې وه او دا يي هم ورته ويلي ول، چې مونږ څومره پوځي تجهيزات لرو. پر مونږ ۶۰ تنو وسلوالو په شپه كې بريد وكړ. يو نوكريوال په تېښته بريالى شو او بل هم ووژل شو. وروسته وسلوال زمونږ د خوب خونې ته را ننوتل.

په ختيځ كې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي دا څرگندونې ردوي او وايي، د طالبانو له منگولو څخه د څلورو نورو سرتېرو د خلاصون هڅه هم روانه ده.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظیمي او په ختيځ كې ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي د دې سرتېرو دا څرگندونې نه مني او وايي، د نورو څلورو اسيرانو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي.

د ملي اردو اته نورو سرتېرو ته د ولسمشر حامد كرزي له خوا؛ ځكه د ميړانې مډالونه وركړ شول، چې د ملي اردو پر پوستې د وسلوالو طالبانو د بريد پر مهال ښه جنگيدلي ول.

طالبانو د د كب په څلورمه نېټه په غازي آباد ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستې بريد وكړ او د ملي اردو ۲۱ سرتېري يي ووژل او شپږ نور يې وسلوالو ژوندي نيولي ول.

Trending

Exit mobile version