سیمه ییز خبرونه

د كونړ ولايت په سلو كې لس خاروه د وسلوالو مخالفينو په واك كې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان په ختيځ كې د نا آرامه ولايت چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په سلو كې لس خاروه د وسلوالو مخالفينو په واك كې ده.

د كونړ والي شجاع المك جلاله مني، چې د دغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په ولكه كې دي.

دغه ولايت ته د ده په ورتگ د پاكستاني پوځ د ميزايلو په بريدونو كې د پام وړ كمى راغلى؛ خو زياتوي،  چې وسلوال طالبان تر خپلې ولكې لاندې سيمو  كې ښوونځي هم پخپله اداره كوي.

د نوموړي په وينا، د برښنا نه شتون او كنډو كپر سړكونه هغه څه دي، چې د خلكو په ژوند كې د پرمختگ مخه يې نيولې ده.

دى وايي، چې ولايت ته ځانگړې شوې بوديجه په كابل كې كنگل كيږي او ولايت ته د مصرف لپاره نه استول كيږي.

د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې مرستيال فهيم ممو زى وايي، چې په كونړ كې د پام وړ پرمختگ شوى. د هغه د معلوماتو پر بنسټ د د غه ولايت دوه سوه اويا كيلو متره سړك پوخ شوى او يوسلو  شپږ پنځوس ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د كونړ والي بيا وايي، په دغه ولايت كې د بيا رغونې تر سره شوي كارونه هغومره نه دي، چې د دغه ولايت د خلكو قناعت حاصل كړي.

كونړ ديورند كرښې ته څېرمه پروت ولايت دى، چې زياتره وخت د وسلوالو طالبانو او د پاكستاني پوځ د توپونو او ميزايلو د بريدونو شاهد وي.

Trending

Exit mobile version