سیمه ییز خبرونه
د كوهدامن شورا غړيو د پاكستان د يرغل په وړاندې چمتووالى څرگند كړ
د كابل په شمال كې د كوهدامن شورا غړي وايي، چې:
پاكستان له جوړيدو را په دې خوا د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كړې او له افغانستان سره يې دوښمنۍ ته ملا تړلې، چې د گوشتې پېښه يې ښكاره بيلگه بلل ده.
دوى په ډاگه كړې، چې هيڅ بهرني دښمن ته به د افغانستان پر خاوره د تېرې اجازه ورنكړي او د خپل سره په قيمت به له خپلې خاورې ساتنه او د افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ وكړي.
د كابل په شمال كې د اووه ولسواليو اوسيدونكيو د دوشنبې په ورځ(د غويى۱۶) يوې غبرگون پاروونكې ناستې ته وويل:
د ننگرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ د قهرمان شهيد محمد قاسم په شان د خپلې خاورې د ساتنې لپاره ورته سرښندنې ته چمتو دي.
د كورنيو چارو وزارت اداري مرستيال ميرزا محمد يارمن، چې په دې غونډه كې يې گډون درلود وويل، پاكستان له تېرو درې نيمو لسيزو را پديخوا د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي؛ خو اوس ښكاره شوه، چې د پاكستان حكومت د افغانستان له خلكو سره دښمني پالي.
د ولسي جرگي غړى داود كلكاني هم د ننگرهار په گوشته ولسوالۍ كې د پاكستاني ځواكونو له خوا د تاسيساتو جوړول غندي او وايي كه، افغانان په خپلو كې ستونزې هم لري؛ خو د بهرني دښمن په وړاندې سره يو موټى او د خپلې خاورې ساتنې ته ژمن دي.
د كو هدامان شورا وياند عبدالرحيم راسيد وايي:
د دې احتجاجيه غونډې په پاى كې يو شپږ ماده ايز پرېكړه ليك هم خپورشو، چې پاكستان ته په كې خبردارى وركړ شوى، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه بنده كړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاكستان پوله ساتو ځواكونو تر منځ د هغو تاسيساتو پر جوړلو، چې د پاكستانيو ځواكونو له خوا د افغانستان په خاوره كې جوړ شوي ول وسلواله نښته را منځته شوه، چې په كې دواړو لوريو ته مرگ و ژوبله هم اوښتې او د دوشنبې په سهار دغه كړكېچ يو ځل بيا په نښته بدل شو، چې دواړو لوريو په كې له درندو وسلو كار واخيست.