سیمه ییز خبرونه

د كوڼر پر دانگام ولسوالۍ د پاكستان له لوري توغنديز بريدونه شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كونړ ولايت پر دانگام ولسوالۍ د پاكستان پوځ له لوري را كيتي بريد ونو بيا زور اخيستى. د دغه ولسوالي د مسوولينو په وينا، په دې روستيو دوه ورځو كي د پاكستان له خوا لسجگونه توغندي توغول شوي؛ خو تر اوسه يي چا ته مالي او ځاني زيانونه ندي اړولي.

په ولسي جرگه كي د كونړ استازې وږمه ساپۍ هم مني، چي دغه بريدونه د وام لري او خلك له دې كبله له گڼو ستونزو سره مخ دي.

دوي زياتوي، تېره شپه هم  له لس څخه تر څلور بجو د بريدونو دغه لړۍ روانه وه؛ خو سيمه ييزچارواكي هڅه كوي، چي دغه خبره پټه وساتي.

ښاغلې وږمه ساپۍ پر دولت نيوكه كوي، چي دغه ستونزه يي سمه نه ده حل كړې.

د ښاغلې ساپۍ په وينا، كه دولت دغه ستونزه په اساسي ډول حل نكړي د كونړ خلك به پرلپسې قرباني كيږي.

د كورنيو چار وزارت وياند صديق قدقي پر كونړ ولايت دغه وروستي توغنديز بريدونه وغندل او له پاكستان څخه يې د بنديدو غوښتنه وكړه.

له تېرو دوه كلونو راهيسي د كونړ پر دانگام ولسوالۍ د پاكستانيو ځواكونو له لوري توغنديز بريدونه په وقفه يي ډول دوا م لري، چي د سيمي خلك يي له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.

د يادو بريدونو له كبله د سيمي خلكو ته مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي.

دغه بريدونه يو ځل بيا په داسي حال كي پيليږي، چې د پاكستان نوي ملكي حكومت په دې هڅه كې دى، چي له افغا نستان سره غوره او د وستانه اړيكي وساتي؛ خو د پو ځ له لوري د بريدونو لړي بيا پيل شوه.

Trending

Exit mobile version