تازه خبرونه

د لاجورد لارې پېنځه اړخیز متن لاسلیک ته چمتو شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دلاجورد لار ېپېنځه اړخېز متن دافغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې تر منځ وروستی شوی او لاسلیک ته چمتو دی.

د بهرنیوچارووزارت ویاند شیکیب مستغني وايي، چې دغه متن په آاذربایجان کې د پېنځه هېوادونو د استازیو په حضور کې وروستی شوی دی.

د لاجورد لار د سیمې د هېوادونو تر منځ د ترانسپورتي دهلېز په رامنځته کیدو کې مهم رول لوبولی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال حاجي بازمحمد وایي، له دغې  لارې څخه مونږ کولی شو، چې خپلي وچې او تازه میوې او لاسي صنایع اروپايي او د منځنۍ آسیا هېوادونو بازارونو ته ورسوو. دولت باید د اقتصادي پراختیا لپاره د دغې  لارې د فعالیت کار ژرپیل کړي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش هم دغه لار افغانستان ته مهمه بولي او له دولت یې غوښتنه دا ده، چې د فعالیدو لپاره یې په جدي توګه لاس په کار شي.

هغه  دغه راز هغه مسوولین ملي خاینان بولي، چې په وینا یې د دغې ملي پروژې په وړاندې ستونزې جوړوي.

دا مو د هېواد لپاره ډېره مهمه اقتصادي پروژه ده؛ خو په سکتورې وزارتونو او نظام  کې  د شته ستونزو له امله يي  کارونه پڅ روان دي. 

د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د اوسپنې د پټلۍ په واسطه د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سهیلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی.

د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت دا دی، چې دا لار   دې  سیمو ته  د رسیدلو لپاره ترټولو لنډه، ارزانه او ډاډمنه لار ده.

دغه ترانزیتی لار د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر پر لوري غزیدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېریدو وروسته  د آذربایجان پلازمېنی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمېنی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږي او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلول کیږي.

د افغانستان سوداګري په ځانګړي توګه ترانزیتی سوداګري له ډېرو کلونو راپدیخوا د ګاونډ هېوادونو له سترو خنډونو سره مخ ده، چې تل د دې هېوادونو له لورې په بېلابېلو پلمو اغېزمنه کېږي او د هېواد اقتصاد ته يې هم درانده زیانونه رامنځته کړي دي.

افغانستان اړ دی، چې د نورو لارو د موندلو په لټه کې له یو یا دوه ګاونډ هېوادونو له لوری د خپلې اغېزمنتیا کچه راټیټه کړي.

د لاجورد لار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت طرح او له ښکېلو ګاوند هېوادونو سره  شریکه شوې، چې د افغانستان د طرحی په توګه د سیمی هېوادونو له تود هرکلی سره مخ ده.

د لاجورد لارې د پېنځه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د طرح په اړه د کاری ډلو لومړنی تخنیکی ناسته د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د ۱۳۹۳ ل کال د لړم د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ترکمنستان د بهرنی چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version