تازه خبرونه

د لاسي صنایعو وضیعت د اندېښنې وړ دی- ښځينه سوداګرې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هغه افغان میرمنې، چې د لاسي صنایعو چارې تر سره او له دې لارې د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي وایي؛ دولت او حکومت لاسي صنایعې ته پاملرنه نه لري.

آریانا نیوز خبریاله نبیله حافطي د میرمنو د لاسي صنایعو یوه مرکز ته ورغلې او په ډاګه کړې یې ده، چې ښځې د لاسي صنایعو د تولید او ودې په اړه اندېښمنې دي.

د لاسي صنایعو پانګواله نرمین هاشمي وایي، تر دې دمه د دغو صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې مونږ کوم تمویلوونکی نه لرو؛ د توکو د خرڅلاو وروسته خپلو کارګرو ته مزد ورکوو.

پانګواله صفیه سیزاده وایي، تر هغې، چې تولیداتو ته مو بازر پیدا کیږي؛ یو لړ ستونزې په وي.

د هغژ په وینا؛ اوس مونږ هیڅ راز دولتي ملاتړ نه لرو.  

دا میرمنې وایي؛ د دوی د کار په وړاندې کومې پیسې، چې ورکول کیږي د قناعت وړ نه دي.

شیما سادات وايي، همدا اوس مونږ یو شمېر همارې لرو، چې خام توکي وړي؛ کار پرې کوي او خپل مزد اخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د سوداګرو میرمنو له پاره مونږ د یو ریاست د جوړولو په هڅه کې یو، چې ورسره مرستې وشي.

د نوموړي په وینا؛ د ځینو ریاستونو ځانګړې څانګې صنعتکارانو سره د بازار موندنې په برخه کې  مرستې کوي، چې ډېر ژر به د ملي تولیداتو د ودې او پراختیا له پاره د پاملرنې وړ ګامونه پورته شي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وایي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې چمتو دي، چې له دې میرمنو سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ هڅ کړې او په نندارتونونو کې مو دوی ته سهم ورکړی، چې د میرمنو دغه برخه په پښو ودریږي.

ویل کیږي ، چې یوازې د لاسي صنایعو په برخه کې کارکوونکي میرمنې نه دی، چې د خپلو تولیداتو په اړه له کاري شرایطو سرټکوي؛ د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم حکومت دې برخې ته په لږ پاملرنه تورن کړی و.

خبریاله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version