تازه خبرونه

د لبنان اردو د بیروت په بندر کې له یو ټن ډېر اور بلوونکي توکي وموندل

Published

on

د لبنان اردو په ډاګه کړې، چې دوی د بیروت په بندر کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۱.۳ ټنه اوربلوونکي توکي موندلي، چې چاودنې یې تېره میاشت د دې هېواد په پلازمېنه کې ستر بشري ناورین رامنځته کړی و.

د دې هېواد د اردو د څرګندونو له مخې؛ د بیروت په بندر کې د عملیاتو پرمهال ۱۳۲۰ کیلوګرامه اوربلوونکي توکي له یوې زیرمې وموندل شول، چې په ۱۲۰ بکسونو کې ځای پر ځای شوي وه.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې ټول دغه موندل شوي توکي له منځه وړل شوي او سیمه ترې پاکه شوې ده.

تېره میاشت د بیروت په بندر کې یوې سترې چاودنې ۱۹۰ کسان ووژل او لسګونه زره نور یې له سیمې بېځایه کړل.

د چاودنې علت په زیرمه کې  د ۲۷۵۰ ټنو آمونیم نایتریت ناسمه ساتنه اعلام شوې وه.

Trending

Exit mobile version