نړۍ

د لبنان حزب الله د اسرائیلو پر ضد خپل پراخ غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې د لبنان حزب الله ویلي، چې تر اوسه یې پر اسرائیلو ۳۲۰ کاتیوشا توغندي توغولي او په اسرائیلو کې یې ۱۱ پوځي مرکزونه پر نښه کړي دي.

Published

on

د لبنان حزب الله اعلان وکړ، چې نن سهار (یکشنبه د وږي څلورمه ) یې پر اسرائیلو خپل پراخ ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې د لبنان حزب الله ویلي، چې تر اوسه یې پر اسرائیلو ۳۲۰ کاتیوشا توغندي توغولي او په اسرائیلو کې یې ۱۱ پوځي مرکزونه پر نښه کړي دي.

د اسرائیلو دفاع وزیر یو آو ګالانټ په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او د تل ابیب له بن ګوریون هوايي ډګر څخه هم الوتنې ځنډول شوي دي.

رویټرز ویلي، چې د اسرائیلو په شمال کې د اوسپنیز ګنبد هوايي سیستم فعال شوی او په دې سیمه کې د خطر زنګ غږول شوی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه کره معلومات وړاندې شوي ندي.

دې خبري سرچینې ویلي، چې د حزب الله د پراخو بریدونو له پیلېدو مخکې اسرائیلي جټ الوتکو هم په لبنان کې پر هدفونو بریدونه کړي دي. همدارنګه د اسرائیلو پوځ اعلان کړی؛ دوی پوهېدل، چې د لبنان حزب الله پدې هېواد د لویو بریدونو چمتووالی نیسي.

د لبنان حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د برید په لومړی پړاو کې مو پر فواد شکر د وژنې غچ واخیست ؛ خو بشپړ ځواب مو ډېر وخت ته اړتیا لري.

ویل کیږي؛ د لبنان حزب الله خبرداری ورکړی، چې په لبنان کې د اسرائیلو له‌خوا د خپل یوه قومندان فواد شاکر د وژل کېدو په غبرګون کې به پر اسرائیلو پراخ برید وکړي.

Trending

Exit mobile version