نړۍ

د لبنان د حزب الله د مشر وژنې نړیوال غبرګونونه رامنځته کړل

په هغه برید کې، چې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو؛ د نړوۍ د مشرانو او استازیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

Published

on

 د ملګرو ملتو عمومي منشي د حزب الله د مشر د وژل کیدو په غبرګون کې د سیمې د هر اړخیزې جګړې له دوام خبرداری ورکړ او وایي، چې په لبنان کې د پېښو زیاتېدو په اړه سخت اندېښمن دی.

په هغه برید کې، چې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو؛ د نړوۍ د مشرانو او استازیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

له دې برید وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ایکس پاڼه کي له هر اړخیزې جګړې خبرداری ورکړ او وایي، چې په بیروت کې د پېښو پر زیاتېدو اندېښمن دی.

انټونیو ګوټرش وایي:  زه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بیروت د پېښو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لرم. د تاوتریخوالي دا پېر باید اوس ودریږي. ټولې خواوې باید د خندق له څنډې ووځي او د لبنان او سیمې خلک نشي کولی دا “ټوله جګړه” و زغمي.”

د ایران مذهبي مشر له ټولو مسلمانانو وغوښتل، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره د حزب الله مرستې ته ځانونه چمتو کړي.

هغه د حزب الله مشر حسن نصرالله په سیمه کې د مقاومت بیرغ اوچتوونکی او یو هوښیار سیاسي مشر وباله او خبرداری یې ورکړ، چې وینه به یې پر ځمکه پرې نه‌ږدي.

د یادولو وړ ده چې د ایران د انقلابي ګارډ د قول اردو عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان هم د بیروت په جنوب کې د اسرائیلو د برید یو له قربانیانو څخه دی.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی هم په سیمه کې د پراخې جګړې د خطر په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې کړی، چې ایران هر ډول سناریو ته چمتو دی.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر وايي، حسن نصرالله د لبنان او سیمې لپاره مهم شخصیت و او د هغه ځای نیول به ستونزمن وي.

هاکان فیډان د دغه هېواد له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې اسرائیل به د نصرالله له وژل کیدو وروسته پر لبنان د برید مخه ونه نیسي.

هاکان فیدان وایي:  اوس مونږ ګورو، چې اسرائیلو په غزه کې خپلو موخو ته له رسیدو وروسته خپل تمرکز لبنان ته اړولی دی. راتلونکی هدف به یې څه وي؟ موږ د دې په اړه ځینې وړاندویېنې لرو؛ خو راځئ، چې د اوس لپاره یې ځان ته وساتو. له بده مرغه د لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون د اسرائیلو په دننه کې د جګړې د پراخولو لیوالتیا شتون لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د حسن نصرالله وژنه سیاسي وژنه ګڼلې؛ خو د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې اوس د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند لپاره زمینه برابره شوې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلي: هغه څه، چې په بیروت کې پېیښ شوي یوه بله سیاسي  وژنه ده او ما اورید لي؛ ولسمشر بایډن فکر کاوه، چې دا سمه پرېکړه وه، نو مونږ د شخړې د اداره کولو څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه لرو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د لبنان د حزب الله پر مشر د اسرائیلو برید سمه پرېکړه یاده کړې ده.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر ويلي، چې په سیمه کې باید د بشپړې جګړې مخه ونیول شي او د ډیپلوماسۍ لار دې ونیول شي.

د امریکا دفاع وزیر لوین آستین وایي:  هغه څه، چې زه غواړم ووایم؛ لکه څنګه، چې تاسې زما څخه څو ځله اورېدلي دي له هر اړخیزې جګړې څخه باید ډډه وشي. ډیپلوماسۍ اوس هم د پرمختللیو ټولنو غوره لار ده او دا د پولې دواړو غاړو ته د بې ځایه شوي اسرائیلي او لبناني وګړو لپاره ترټولو ګړندۍ لار ده.

حسن نصرالله د منځني ختیځ په سیمه کې یو له مشهورو او با نفوذه سیاسي- پوځي شخصیتونو څخه و؛ د لبنان حکومت د هغه له وژل کېدو وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version