نړۍ

د لشکر طیبه مشر حافظ سعید پر ۳۱ کاله بند محکوم شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۱)

د پاکستان یوې محکمې د جمعې پر ورځ د وري ۱۹ د لشکر طیبه مشر حافظ سعید د دوه تروریستي قضیو د تمویل له کبله پر ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

د محکمې په هغه حکم کې، چې رویټرز ته رسېدلې راغلي، چې د دې محکمې حکم او د لشکر طیبه د مشر پر وړاندې پخوانۍ ترسره شوې محاکمې به پر ګډه ترسره کېږي.

حافظ محمد سعید، چې په ۲۰۲۰ کال کې د یوې محکمې لخوا مجرم پېژندل شوی و؛ دمګړۍ  په زندان کې دی.

د لشکر طیبه مشر تر اوسه څو ځلې زنداني شوی دی. نوموړی د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په برید کې پر لاس لرلو تورن دی، چې د څو امریکايي اتباعو په ګډون یې ۱۶۰ کسان ووژل.

امریکا د حافظ سعید پر نیولو او محکومولو د لس میلیون ډالرو د انعام وړاندیز هم کړی و.

د حافظ سعید محکومیت په داسې حال کې اعلامیږي، چې پاکستان هڅه کوي د مالي اقدام کاري ځواک د څارګرو ډلو له تور لیست څخه بچ کړي.

دا کاري ډله د هر هېواد وړتیا ګوري، چې د جنګي وسلوالو ډلو او بنسټونو له ناقانونه پانګونې سره مبارزه وشي.

Trending

Exit mobile version