تازه خبرونه

د لغمان امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د داعش شتون رد کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې چې د لغمان په ګاوندي ولایت ننګرهار کې د داعش د فعالیتونو راپوټونه خپاره شوي؛ د لغمان امنیتي چارواکي وایي چېپه دغه ولایت کې داعش حضور نه لري.

دوی مني چې د دې ولایت یو شمېر درې د وسلوالو طالبانو په واک کې دي چې د لغمان د امنیت لپاره گواښ بلل کیږي.

د لغمان امنیه قوماندان داوود امین وايي چې وسلوال مخالفین له همدغو درو څخه شمالي ولایتونو ته تګ او راتګ کوي.

د لغمان امنیه قوماندان – داوود امین:

پنځه شپږ درې دي چې د مخالفینو په ولکه کې دي او خپل تحرکات تر سره کوي او په ازاده توګه شمالي سیموته هم له دي لارو ځي؛ نو دوی هڅه کوي چې په ټولو ولسواليو کې غلچکي بریدونه وکړي.

ښاغلی آمین وايي چې که څه هم تر پخوا د لغمان امنیتي وضعیت ښه شوی، خو بیا هم د وسلوالو د مخالفینو د ځپلو لپاره له اختر وروسته عملیات پیلوي.

همدا راز په لغمان کې یو شمېر مېشت پوځیان وایي چې د لغمان د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره دوی چمتو دي چې مخالفین وځي.

په همدې وخت کې د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي چې په دغه ولایت کې داعش هیڅ فعالیت نلري.

داعش په لغمان کې تشه آوازه ده. د دوی د فعالیت او شتون کومه بېلګه نه ده لیدل شوې. خو هغه وسلوال مخالفین شته چې غلچي بریدونه کوي چې مرکز هم تر تهدی لاندي نیسی؛ خو دوی بیا د مخامخ جګړې توان نلري.

د لغمان یو شمیر اوسیدونکو د آریانا نیوز له خبریال سره په خبرو کې د لغمان په مرکز کې د امنیت په اړه ډاډ ښودلی؛ خو د ولسوالیو د امنیت په اړه یې اندیښنې ښودلي.

همداراز د لغمان ولایتی شورا غړي د پاکستاني جنګیالیو له حضور هم اندیښنه لري او وایي چې یو شمر سیم د پاکستان تر ګواښ لاندې دي او باید دولت جدی تدابیر وینسی.

د لغمان د ولایتي شورا منشي – محمد ظاهر حسین خیل:  

همدا اوس د پاکستان له ګواښ سره مخامخ یو. ځینې ولسوالۍ تر ګواښ لاندې دي. د نورستان په سیمه کې د پاکستان تر ګواښ لاندی یو. سرحدي ځواکونه باید پیاوړي شي او کشفي سیستم نوی شي.

ویل کیږي چې په لغمان کې د طالبانو تر څنګ پاکستاني جنګیالي هم د افغان حکومت پر وړاندی جنګیږي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version