سیمه ییز خبرونه
د لغمان د مرکز مهترلام په چاڼیزو عملیاتو کې ۳۰ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې
د لغمان ولايت چارواكي وايي:
د افغان گډو امنیتي ځواکونو له خوا د لغمان د مرکز مهترلام په پيل شویو چاڼیزو عملیاتو کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي او اتلس نورټپیان دي. په دې عملیاتو کې گڼ شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک څرگنده كړې، چې:
افغان گډو امنیتي ځواکونو له تېرو پېنځه ورځو راهیسې د لغمان د مرکز مهترلام ښار اړوند ځینو سیمو کې چاڼیزعملیات پیل کړي، چې تراوسه په کې د ابوزئيو، هرمل، کټل، میداني، شهید بابا، نوره، سید کلا، اغا کلی، بصرام او بدي آباد سیمې د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي او د څو تنو مهم طالب كوماندانانو په گډون اته تنه وژل شوي او اتلس نورټپیان دي. د دغو د عملیاتو پرمهال یو شمېر وسلې، مهمات، چاودیدونکي توکي اومخدره مواد هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ځواک په ډاگه كوي، چې:
په ځینو سیمو کې وسله والو مقاومت کړی، چې له كبله یې د دوی دوه سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. عملیات به ترهغې روان وي، چې د مهترلام ښار اړوند ټولې سیمې له وسلوالومخالفینو پاکې شوې نه وي.
د نومكوړي په وينا:
تراوسه په دغه عملیاتو کې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت هغه اعلامیه یې رد کړه، چې په کې راغلي:
افغان ځواكونو د لغمان ولایت په چاڼيزو عملیاتو کې یو شمېر وسلوالو ته مرگ و ژوبله لړولې.
د سیمې یو شمېرځايي استوگن د دغو چاڼیزو عملیاتو له ترسره کیدو خوښ دي، خو نیوکه کوي، چې امنیتي ځواکونه د اصلي مجرمینو په ځای نوروگړي ځوروي.
چارواکي بیا دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي:
دغه عملیات د امنیتي حالت د ښوالي په موخه پیل کړي.
د یادونې وړده، چې په دې وروسیتو کې د لغمان ولایت امنیتي حالت تربل هروخت ډېرخراب شوی دی.
د دغه ولایت د ولسوالیو ډېرې سیمې د وسلوالومخالفينو په واک کې دي او د مرکز په مهترلام ښار کې په رنآ ورځ ډلې ډلې وسلوال مخالیفن گرځي او پر دولت پلوه خلکو بریدونه کوي.