تازه خبرونه
د لغمان والي د موترو پر کاروان چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
نن دوشنبه د تلي ۱۴ له غرمې مخکې د لغمان والي رحمت الله یارمل د موترو پر کاروان د چاودیدونکیو توکو چاودنه رامنځته شوې ده.
د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي ویلي، چې چاودیدونکي توکي په زرنج موتر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه، چې د چاودنې له کبله یې ۳۰ کسان ټپيان دي او اته نور وژل شوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مړي او ټپیان د مهترلام بابا ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
هغه زیاته کړې، په وژل شويو کسانو کې ۴ د والي ساتونکي او ۴ ولسي وګړي دي.
په ټپیانو کې ۲ د لغمان والي ساتونکي او نور ولسي وګړي دي.
کورنیو چارو وزارت دغه برید ترورستي بولي او څرګندوي، چې په لغمان دولایت کې نن له غرمې مخکې لس کم لس بجې ځانمرګی برید رامنځته شوې ده.
د یاد بنسټ ویاند طارق آرین زیاته کړې، چې د دې ولایت د مرکز مهترلام د سلطان غازي بابا په درې لاري کې د لغمان والي د موترو پر کاروان ځانمرګی برید تر سره شوی دی.
نوړموړي زیاته کړې، چې په دې ترهګریز برید کې د والي ۴ ساتونکي او څلور عام وګړي وژل شوي، دوه ساتونکي او ۲۸ ملکي وګړي ټپیان دي.