تازه خبرونه

د لغمان ولایتي شورا رییس په یوه چاودنه کې ټپي شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دغه ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د مرکز مهترلام د سراج کلا په سیمه کې را منځته شوې ده.

سرچینه وایي، چې په چاودنه کې د احمد طاووس عادل دوه ساتونکي وژل شوي او د دوه پولیسو په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي؛ امکان لري چاودنه د هغو چاودیدونکیو توکو له کبله وه، چې په سیمه کې له وړاندې ځای پر ځای شوي وه.

Trending

Exit mobile version