تازه خبرونه

د لغمان په قرغه یي کې ګلالی نومی طالب قومندان نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ګلالی نومی طالبقومندان له دوه نورو همکارانو سره نیولی دی.

د دې ریاست رسنیز دفتر په ډاګه  کړې؛ د وسلوالو طالبانو دغه قومندان سلامت خان نوميږي، چې په ګلالي مشهور دی.

خبرپاڼه زیاتوي؛ نوموړي د دېولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر ترهګریزو، ورانکارو چارو، ماین ښخوونو، د مخورو کسانو پر وژنو او د امنیتي پوستو پر بریدونو لاس پورې کاوه.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړی له دوه تنو هریو عبدالواحد مشهور په خاکسار او الله محمد مشهور په الله ګي سره یو ځای نیول شوی دی.

د دوی په وینا؛ د سیمه ییزو طالبانو د دې قومندان له پټنځای څخه د ۸۲ ملي متري توپ دوه مرمۍ، د میزایل یوه مرمۍ، د هاوان دوه سرګلولې او د ګازو یوه ډبه ترلاسه شوي دي.

Trending

Exit mobile version