تازه خبرونه
د لغمان په قرغیو کې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره ښکېل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته را منځته شوې، چې نږدې یوه گړۍ روانه وه، چې له همدې کبله د کابل- جلا آباد لویه لار یو ساعت د ترافیکو پر مخ تړلي پاتې وه او موټړو ته د تگ راتگ اجازه نه ورکول کیده.
د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي نښته له یو ساعت جگړې وروسته پای ته رسیدلې او دغه لویه لار هم د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
د دې جگړي د تلفاتو په اړه تر اوسه امنیتي چارواکو څه ندي ویلي.