سیمه ییز خبرونه
د لندن سرمشريزې پر يوې گډې سوله ييزې هوكړې ټينگارڅرگند كړ
د افغانستان او پاكستان ولسمشرانو ويلي:
تر راتلونكيو شپږ مياشتو به په افغانستان كې د سولې يوې گډې هوكړې ته لاسرسى ومومو.
په لندن كې دغه پرېكړه د افغانستان، پاكستان او بريتانيا د درې اړخيزې سرمشريزې په پاى كې اعلام شوه.
د بريتانيا لومړى وزير ديويد كامرون وايي:
د افغانستان او پاكستان ولسمشرانو په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانيستې ملاتړ وكړ.
افغان ولسمشر حامد كرزي د درې اړخيزې سرمشريزې په پاى كې له طالبانو وغوښتل، چې:
د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
نوموړي همدا راز له يوې بريتانوي تلويزيوني شبكې ITN سره په مركه كې ويلي:
له زرگونه طالبانو او مشرانو سره يې اړيكې لرو او هغوي پوهيږي، چې سوله د پرمختگ يوازنۍ لاره ده.
د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري وايي:
موږ له جنگ څخه د وتلو په هڅوكې يو او د نړيوالې ټولنې له روانو سوله ييزو هڅو ملاتړ كوو.
نوموړي په ډاگه كړې، چې موږ د سولې له بهير سره مرسته كوو؛ ځكه دا كار د دواړو هېوادونو په گټه دى.
آصف علی زرداری رییس جمهور پاکستان میگوید که کشورش در تلاش بیرون شدن از این جنگ است.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني كهر وايي:
پاکستان افغان طالبان خبرو ته حاضرولی شي، خو د خبرو مشري او یوې نتیجې ته د هغو رسول د افغانانو کار دی.
دغه راز د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په ډاگه كړې، چې د سولې او اقتصادي ثبات او همكارۍ په هيله افغان ولسمشر تېره شپه د ناروې پلازمېنې اسلو ته ورسيد.
ولسمشر به د ناروې له پاچا، د بهرنيو چارو له وزير، د پارلمان له رييس او د هغه هېواد د پارلمان د نړيوالو اړيكو او دفاعي چارو له غړيو سره په جلا جلا توگه وگوري.
ټاكل شوې د افغانستان او ناروې د مشرانو ترمنځ نن د ستراتيژيكو اړيكو سند لاسليك شي.
این سومین نشست رهبران افغانستان، پاکستان و بریتانیا است که برای حل بحران افغانستان، همکاری پاکستان در این راستا و نیز تشویق طالبان به روند گفتگوهای صلح برگزار میشود.
نشست اول و دوم از این سلسله گفتگوها در کابل و نیویارک برگزار شده بود.
