تازه خبرونه

د لنډ مهالې ادارې طرحه د سیاسي کودتا او شاتګ په معنا ده- سرور دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال د احمدضیا مسعود د وروستیو خبرو په  غبرګون کې په ډاګه کړې؛ افغانستان غوره اساسي قانون لري او اړتیا نشته، چې د دولت جوړولو بهیر بیا پیل شي.

احمد ضیا مسعود د ملي وحدت حکومت د کار په لومړۍ ورځ د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده پیل کړه؛ خو په روانه اوونۍ کې د ولسمشر لخوا له دې مقام لرې کړای شو.

هغه د ولسمشر دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي، چې ژر به د لنډ مهالې ادارې طرحه اعلان کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي؛ تېره اوونۍ امریکایی پوځ په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو ستر غیراټمي بم استعمال کړ، چې د حامد کرزي په ګډون ځینو سیاست والو پرې توند غبرګونونه وښودل. حامد کرزي له طالبانو سره د روسیې له اړیکو هم دفاع وکړه؛ خو سرور دانش دا ډول څرګندونې د افغان ځواکونو د روحیې د کمزورتیا په معنا بولي او وایي؛ سیاست والو ته په کار ده، چې په خپلو دریځونو کې ملي ګټو ته پام وکړي.

سرور دانش له ځوانانو غواړي، چې د قومي تعصباتو او بنسټ پالنې په وړاندې ودریږي.

اجرائیه ریاست هم ویلي وه، چې هیڅوک به په هېواد کې د کړکیچ او یا د لنډ مهالې حکومت جوړولو ته پرینږدې.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د لنډ مهالي حکومت د جوړولو په اړه د احمد ضیا مسعود څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي؛ اړینه ده،  چې ملي وحدت حکومت به خپله دوره پوره کوي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال د ځینو سیاست والو نیوکې د ګاونډ هېوادونو مداخلو ته شین څراغ ښکاره کول ښيي، چې د ملي ګټو پر زیان دي او د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کوي.

Trending

Exit mobile version