1393ټاكنې
د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته به په ډاګه شي، چې ټاكنې دوهم پړاو ته تلونكې دي او كه نه
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، په راتلونكو څو ورځو كې به څرګنده شي، چې د ولسمشرۍ ټاكنې دوهم پړاو ته تلونكې دي او كه په همدې پړاو كې كوم كانديد ولسمشرۍ ته رسېدلاى شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين زياتوي، چې د دوشنبې په ورځ ( د غویي لومړی ) په ټول هېواد كې د رايو بيا شمېرنه پاى ته ورسېده.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې د ولسمشريزو ټاكنو ۸۶ اعشاريه ۵۶ فيصده رايو پايلې يې څېړلې او دوى ته ښكاره شوې، چې كومه ستونزه نلري. دوى زیاتوي، د شكمنو محلونو د رايو بيا شمېرنه هم بشپړه شوې ده.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، چې دري نوي په سلو كې نتايج معلوماتي مركز ته داخل شوي دي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته به په ډاګه شي، چې ټاكنې دوهم پړاو ته تلونكې دي او كه نه.
د هغه په وېنا د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د رايو د باطلولو واك لري او هر وخت، چې دوى ته رپوټ وركړي نو دوى يې عملي كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې په هرات كې د ټاكنيزو شكايتونو مسئولينو نږدې سل زره رايې باطلې اعلان كړې دي.