سیمه ییز خبرونه
د لومړنیو پایلو په باب شوي شکایتونه به په علني غونډو کې و څېړل شي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به سر له چهارشنبې ورځې د لومړنيو پايلو په باب شوي شكايتونه په علني غونډو كې وڅېړي. د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسئولين زياتوي، چې د څېړنو په لومړۍ ورځ به د باطل شويو رايو په باب ورته رسېدلي شكايتونه وڅېړي.
د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته د ولسمشرۍ كانديدانو په ۴۸ ساعتونو كې ۱۲۱ شكايتونه د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې ثبت كړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وایي:
د ټاكنو مخكښ كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله ۱۱۵ شكايتونه كړي دي، خو د ټاكنو دوهم مخكښ كانديد اشرف غني احمدزي يوازې ۴ شكايتونه په ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كې ثبت كړي دي.
داود سلطان زوی او ګل آغا شېرزي هم يو يو شكايت ثبت كړى دى.
د دغو شكايتونو څېړنه به د چهارشنبې په ورځ ( د غویي لسمه ) په علني توګه پېل شي، چې د كانديدانو،مدني ټولنې، سياسي حزبونو، بشري حقونو او بهرنيو څارونكو استازي به هم حاضر وي.
د څېړنې په لومړۍ ورځ به د باطل شويو رايو څرنګوالى معلوم شي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون دنده لري، چې د شكايتونو له څېړنې وروسته د وروستيو پايلو په باب پرېكړه وكړي.