سیمه ییز خبرونه
د لومړي ځل لپاره په كابل کې د محاسبه كوونكو د ملي ورځې په نوم يوه ناسته جوړه شوه
د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې په هېواد كې يوه لويه ستونزه د محاسبه كوونكو كموالى او يا هم نه شتون دى. د دغه وزارت چارواكي وايي، چې بايد دولتي او خصوصي پوهنتونونه دغې برخې ته ډېره پاملرنه وكړي.
افغان حكومت او خصوصي برخې په لومړي ځل په كابل كې د افغانستان د محاسبه كوونكو د ملي ورځې په نوم يو دوه ورځينې ناسته جوړه كړه.
د دغې ناستې موخه دا وه تر څو د محاسبې او تفتيش په برخه كې پر شته ستونزو بحث وشي او تر څنګ يې د افغانستان محاسبه كوونكو ټولنه جوړه كړي.
له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي مشر قربان حقجو وايي:
يو لامل، چې تر اوسه د افغانستان په دولتي او خصوصي بنسټونو كې اداري فساد شتون لري دا دى، چې د دغو ادارو د كړنو دقيقه محاسبه نه تر سره كېږي.
نوموړی زياتوي، چې اوس مهال افغانستان له بل هر وخت څخه زيات كورنيو محاسبه كوونكو ته اړتيا لري.
وېل كېږي، چې له دې وړاندې د افغان حكومت يوه كوچنۍ برخه په ځانګړي ډول د ماليې وزارت د ملي محاسباتو په نوم اداره درلوده، چې د افغانستان ټولو اړتياوو ته مثبت ځواب نه شي ويلاى.