نړۍ

د لومړي ځل لپاره په هندوراس کې یوه ښځه ولسمشره شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۰)

د رویټرز د خبر له مخې؛ په هندوراس کې شیومارا کاسټرو د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

کاسټرو پرون د لوړې په مرراسمو کې ژمنه وکړه، چې ټولنیز عدالت او شفافیت به یې په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

۶۲ کلنې میرمن کاسټرو ژمنه کړې، چې د مخدره موادو د قاچاق کوونکیو ډلو پر ضد به مبارزه هم مبارزه کوي.

د کاسټرو میړه مانویل زیلا ، چې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ زېږدیز کال پورې ولسمشر و؛ په یوه کودتا کې له واکه لرې شو. میرمن کاسټرو له هغې وروسته دوه ځلې ولسمشرۍ ته نومانده شوې وه؛ خو د تېر نومبر په ټاکنو کې یې بریا خپله کړه.

له دې هڅې وروسته په ​​عامه افکارو کې خورا ښه وځلېده د هغې د کاري هڅو پیل دښي لاسي ملي ګوند، چې پر فساد تورن دی؛ د دولس کلنې دورې د پای ښکارندویي کوي.

د پنجشنبې پر ورځ د هندوراس په ټیګوسیګالپا ملي لوبغالي کې زرګونه کسانو د هغې د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

هغې په ​​خپلو خبرو کې ویلي: په میراث راپاتې اقتصادي ناورین راته د هېواد په تاریخ کې بې ساری دی.

د امریکا مرستیاله ولسمشر کامالا هاریس هم د هغې د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود، چې د مینه والو لخوا یې له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

د تایوان مرستیال ولسمشر ویلیم لای هم د لوړې په مراسمو کې برخه لرله؛ ځکه، چې هندوراس د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له تایوان سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version