سیمه ییز خبرونه
د لوى اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پېغام
د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پيغام كې د خبرو له مركچيانو او ښكېلو لورو غوښتي، چې د سولې د خبرو لپاره دى د دوى له سياسي استازو پرته بل چاته مراجعه نه كوي. هغه د خپل پېغام په يوه بله برخه كې طالبانو ته لارښوونه كړې، چې په افغان امنيتي ځواكونو كې خپل نفوذ زيات كړي.
د سولې خبرې، د خبرو مېز ته د طالبانو د كېنولو په اړه د افغانستان حكومت هڅې او هغه غوښتنه، چې هرځل د دغه ډلې له غبرگون سره مخ شوى دى، خو دا ځل لكه، چې د طالبانو دريځ بدل شوى او دا ډله وايي، له سياسي څانگي سره يې دې خبرې وشي.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په مناسبت په خپل پېغام كې له هغو لورو څخه، چې د مذاكرې ليوالتيا لري غوښتي، چې د سولې د خبرو په موخه دې د دوى سياسي څانگې ته مراجعه وكړي.
نوموړى زياتوي، چې له بهرنيانو سره د خبرو په اړه بايد ووايم، چې موږ د خپلو اسلامي او ملي موخو د ترلاسه كولو لپاره د پوځي مبارزې ترڅنگ سياسي مبارزې ته هم دوام وركوو او د سياسي مبارزې لپاره د سياسي دفتر په شان ټاكلى تگلورى لرو. هغو اسلامي، جهادي او ملي گټو ته په پام له بهرنيانو سره چلند كوو.
د دغې ډلې مشر دغه راز له مذاكره كوونكو لورو غوښتي، چې د دوى له سياسي نماېندگى پرته له نورو شخصيتونو سره له اړيكو نيولو ډډه وكړي.
ملا عمر د خپل پېغام په يوه برخه كې طالبانو ته لارښوونه كړې، چې په افغان ځواكونو كې خپل نفوذ زيات كړي، هسې نفوذ، چې ډېر ځله يې له امله د افغان ځواكونو په ليكو كې پر بهرنيو ځواكونو بريدونه كړي دي.