سیمه ییز خبرونه

د لويې لار ناامنيو د وردگو، غزني، زابل او كندهار واليان گډې ناستې ته اړ كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل – كندهار لويې لارې په اوږدو كې د ناامنيو زياتيدو د وردگو، غزني، زابل او كندهار واليان اړ كړل، چې د دغو ناامنيو د مخنيوي لپاره گډه ناسته وكړي.

د وردگو په مركز ميدانښار كې د يكشنبې په ورځ(دزمري۲۷) د دغو ولايتونو واليانو او د امنيتي ارگانونو استازيو په ځانگړې غونډه كې له امنيت شورا غوښتي، چې د عامه ساتنې د پوليسو په تشكيل كې نيمگړتياوې حل كړي، چې د لارې امنيت خوندي شي.

مسوولين وايي، چې د كابل – كندهار پر لار د ناتو پر اكمالاتي كاروانونو روان بريدونه د امنيتي كمپنيو تر منځ د مافيايي سوداگرۍ زيږنده دي.

د آريانا تلويزيون خبريال حكمت الله نوري وايي، چې:

د كابل – كندهار لويه لار نه يوازې د ناتو اكمالاتي كتارونو، افغان او بهرنيو سرتېرو ته مرگونې ده، بلكې مسافر هم  په جگړو كې د مرگ او ژوبلې له گواښونو سره مخ وي. د دغې مهمې لويې لارې د امنيت خوندي كولو لپاره د ملي امنيت په شورا كې مكررې خبرې كيږي، خو د لارې په امن كولو كې كوم  پرمختگ نه تر سترگو كيږي.

د نوموړي په وينا، له ميدان ښار څخه د غزني ولايت تر كوتله، په تېرو څلور مياشتو كې د ناتو د اكمالاتو له دوه سوه  ډېر موټر سوځيدلي او لسگونه  دريورانو او امنيتي سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

په دغه لاره تلونكي مساپر وايي، چې:

د وسلوالو مخالفينو ماينونه او پر اكمالاتي كتارونو وسلوال بريدونه هغه ستونزې دي، چې وېره يې رامنځته كړې او مسافر ډاډ من سفر نه شي كولى.

د وردگو والي عبدالمجيد خوږياڼى وايي:

په دغه لويه لار كې را ولاړې شوې ناامنۍ، د ناتو سرتېرو پر اكمالاتي كتارونو په وسلوالو بريدونو كې يو شمېر مافيايي سوداگرې كړۍ او ځينې خصوصي امنيتي شركتونه هم لاس لري.

غونډې ته راغلو واليانو او امنيتي مسوولينو ويل، چې د دغې ستونزې حل د ولايتونو په كچه ناشونى دى؛ نو، ځكه د ملي امنيت له شورا څخه په دې اړه د همكارۍ غوښتنه وشوه.

بيكاري او اقتصادي ستونزې نور هغه څه دي د دغو څلور ولايتونو د واليانو په باور له كميدو سره به يې پر امنيت هم مثبت اغېز رامنڅته شي.

Trending

Exit mobile version