تازه خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزارت له ملي پراختیا شرکت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالی ندا محمد ندیم ویلي؛ ملي پراختیا شرکت ته به کارکوونکي او مسلکي کسان برابر کړي، چې په بېلابېلو څانګو کې ترې کارواخیستل شي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۳

د لوړو زدهکړو وزارت ويلي؛ د دې وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې دا شرکت په خپلو څېړنیزو پروژو کې له پوهنتونونو څخه فارغ شویو زده‌ګړیالانو ته د کار زمینه برابروي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالی ندا محمد ندیم ویلي؛ ملي پراختیا شرکت ته به کارکوونکي او مسلکي کسان برابر کړي، چې په بېلابېلو څانګو کې ترې کارواخیستل شي.

د ندا محمد ندیم د څرګندونو له مخې؛ د دې هوکړه ليک له لاسليک سره به د لوړو زده‌کړو وزارت د زده‌کړیالانو د عملي کار د ستونزو يوه لويه برخه حل شي.

ندیم وایي: هغه اسانتیاوې، چې ملي پراختیا شرکت لري؛ که مونږ یې زده‌کړیالانو، استادانو او لوړو زده‌کړو ته برابرې کړو، نو میلیونونو ډالر بودجې ته به اړتیا ولرو.

د ملي پراختیا شرکت د سوداګرۍ او پانګونې رییس فضیل فیضان هم وایي: هغه زدهکړیالان، چې د لیسانس او ​​ماسټرۍ دورې بشپړوي؛ د اړتیا له مخې ملي پراختیا شرکت ته ورپېژندل کیږي او د دې شرکت په څېړنیزو پروژو کې کار کوي.

دغه راز د پوهنتونونو یو شمېر استادان د لوړو زده‌کړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت دغه ګډه هڅه د هېواد د پرمختګ ته یو اړین او ګټور ګام بولي.

د قوشتېپې کانال د ملي پراختيا شرکت تر ټولو ستره پروژه ده، چې اوسمهال يې چارې چټکې روانې دي.

دا شرکت اوس هم د کانونو، انرژۍ د تولید، صنعت، کرنې او ټرانسپورټ په برخو کې د سترو کارونو د ترسره کولو اراده لري.

Trending

Exit mobile version