سیمه ییز خبرونه
د لوړو زده كړو وزير د كانكور په ازموينه كې د درغلۍ په مخنيوي پاتې راغلى
په كابل كې هغو زده كوونكو د لاريون په ترڅ كې خپل اعتراض څرګند كړ، چې د روان كال د كانكور په ازموينه كې نه دي بريالي شوي. دوى ويل، چې د لوړو زده كړو وزير د كانكور په ازموينه كې د درغلۍ په مخنيوي پاتې راغلى نو ځكه بايد استعفا وكړي.
دغه كسان، چې شمېر يې شاوخوا پنځو سوو تنو ته رسېږي هغه د ژمې په ورځو كې يې د كانكور په ازموینه كې برخه اخيستې، چې يو شمېر يې بې پاېلې پاته شوي او يو شمېر نورې د نيمه لوړو زده كړو موسسو ته لاره پېدا كړې ده.
دوى د ازموينو پر پايلو نيوكه كوله او ويل یی، چې دغه ازموينې عادلانه نه دي تر سره شوي او ازموينو د پايلو د باطلېدو غوښتنه يې كوله.
د لوړو زده كړو وزارت وياند عظيم نور بخش وايي:
دوى د كانكور په سږنۍ ازمويني كې د جعل كارۍ په تور شاوخوا پنځه سوه تنه نيولي دي لاريون كوونكې وايي، چې دغه كسان دې په علني محاكمه كړي، دوى همدا راز له دندې څخه د لوړو زده كړو د وزير د لرې كېدو او د يوې ملي كمېټې له خوا ازموينې د پاېلو په باب د څېړنې غوښتنه كوي.
خو د لوړو زده كړو دوزارت وياند د كانكور سږنۍ ازموينې شفافې بولي او زياتوي، چې دوى د خپل ظرفيت په تناسب دوطلبانو جذب كړي دي.
لاريون كوونكي همدا راز د لوړو زده كړو عالي او نيمه عالي موسسو ته د برياليو كسانو پر مساوات هم نيوكه كوي او وايي، چې د سږ كال د ښارونو په پرتله د شاته پاته ولايتونو څخه ډېرو كسانو د لوړو زده كړو عالي بسټونو ته لاره موندلې ده د دوى د شمېرو له مخې سږ كال، له دايكنډي ولايت څخه له ټولو ګډونوالو ۷۸ سلنه ګډونوال د لوړو زده كړو عالي او نيمه عالي بسټونو ته بريالي شوي په داسې حال كې، چې له ټولو امكاناتو سره په كابل كې دغه شمېر ۱۶ سلنې ته رسېږي.
د فارياب له ټولو ګډوالو څخه ۸۶ سلنه ګډوال د لوړو زده كړو عالي او نيمه عالي بسټونو ته بريالي شوي په داسې حال كې، چې په بلخ كې دغه شمېره ۲۳ سلنې ته رسېږي.
د غور ولايت له كډونوالو څخه ۶۴ سلنه ګډونوال د لوړو زده كړو عالي او نيمه عالي بسټونو ته بريالي شوي په داسې حال كې، چې په هرات كې دغه شمېره ۳۰ سلنې ته نه رسېږي.
د دغو شمېرو له مخې يوازې د ډايكندې له ولايت د كانكور د ازمویني ۸۰۰ ګډونوالو له ۳۰۰ زياتي نمرې تر لاسه كړي دي، په داسې حال كې، چې د نورو ټولو ولايتونو څخه يوازې ۷۰۰ تنو ۳۰۰ نمرې تر لاسه كړي دي.
دغه لاريون كوونكې له دولت څخه غواړي چې د ېوي اوونۍ په ترڅ كې د دوى غوښتنو ته ځواب وركړي.
كنه نو دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام وركړي. او ان د نه خوړلو په اعتصاب به لاس پوري كړي.