تازه خبرونه

د لوړو زدکړو وزارت له ستونزو څخه د خلاصون پروگرام چمتو کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوړو زدکړو وزارت وایي، د ستندرد تعلیمي نصاب نشتون، د ښوونکیو په جذب کې یو لړ ستونزې او د پوهنتونونو لپاره د بېخببناوو نشتووالی هغه ستونزې دي، چې دا وزارت یې اندیښمن کړي او ورته یې ځانگړې پروگرام په پام کې نیولي دي.

د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند وایي، د کانکور شپنۍ آزموینه د بودیجې د نشتووالي له کبله وځنډیده.

د لوړو زدکړو وزارت وزیره فریده مومند وایي، د هېواد د لوړو زده کړو په لړ کې یو شمیر ستونزې موجود دي چې دوی يه خپل سل ورځني کاري پلان کې یې د حل لارو لپاره برنامې چمتو کړي دي.

د لوړو زدکړو وزیره زیاتوي، چې د کانکور آزموینو پروگرام یوه ملي پروسه ده او له اړوند ادارو د مرستې غوښتنه کوي، چې هر کالدغه بهیر په روڼتیا تر سره شي.

میرمن مومند په څرگنده کړه؛ په خصوصي پوهنتونونو کې خودسرې کارونه کیږي له دې کبله، چې مونږ تر اوسه خصوصي پوهنتونونه نه دي ارزولي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږکال تر اوسه د کانکور آزموینه نه ده تر سره شوې او لامل یې هم د بودیجې نشتووالی په گوته کوي.

خبریاله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version