تازه خبرونه
د لوګر دوه ماشومان د امنیتي ځواکونو د هاوان په برید کې وژل شوي
یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته منلې؛ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د استوګنې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د هاوان دا مرمۍ افغان ځواکونو توغولې ده.
ځایي اوسېدونکیو څرګنده کړې، تېره شپه پر یوه کور د هاوان مرمې د لګېدو له کبله درې ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ د افغان ځواکونو په توپچي ډزو کې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.
د لغمان والي رحمت الله یارمل په دې اړه آریانا نیوز ته ویلي، چې افغان ځواکونو د وسلوالو مرکزونه ویشتل؛ خو د تخنیکي ستونزې له کبله د هاوان ګولۍ په سیمه کې امنیه قومندان ته نږدې لګېدلې ده.
یارمل دا هم منلې، چې په دې پیښه کې د ظاهر یو ساتونکی هم وژل شوی دی.