تازه خبرونه

د لوګر د امنیه قوماندانۍ په ډله ییز برید کې ۲۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوګر په مرکز پل علم کې پر امنیه قومندانۍ ډله ییز ځانمرګی برید شل پولیس وژلي او اته نور ټپیان کړي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

د لوګر د والي دین محمد درویش په وینا، برید کونکي څلور تنه و، چې یوه یې د امنیه قومندانۍ په دروازه کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي الوځولي، دوه نور له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي او څلورم یې د غرمنۍ د خوړنځي په منځ کې ځان چوولی دی.

د هغه په وینا په برید کې دوه ویشت پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

لوګر د کابل په شاوخوا اتیا کیلومترۍ کې دی، چې پلازمېنې ته نژدې له نسبتاً ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي. د لوګر پل علم کې نننی برید د روان ۲۰۱۵کال له پیله پر افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی. له تېرو دوو میاشتو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د ټول هېواد امنیتي چارې پرغاړه اخیستې دي.

Trending

Exit mobile version