سیمه ییز خبرونه

د لوګر په ازرې ولسوالۍ كې چيچني او پنجابي ترهګر مېشت شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزارت مسئولين وايي، د لوګر په ازرې او د ننګرهار په حصارك ولسواليو كې عرب، چيچني، ازبك او پنجابي ترهګر مېشت شوي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره په ګډه غواړي كابل وګواښي.

د ملي دفاع وزارت مسئولين وايي، له څو مياشتو را په دېخوا وسله وال مخالفين د يو شمېر بهرنيو ترهګرو په مرسته ځينو سيمو كې مېشت شوي او غواړي پلازمېنه وګواښي.

د دغو وسله والو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره افغان ځواكونو د روانې زمري مياشتې له لومړۍ څخه عمليات پېل كړي دي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شير محمد كريمي وایی:

دا عمليات د افغان هوايي ځواك، ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د لوى رياست له خوا په خپلواكه توګه په لار اچول شوي، چې په كې بهرني ځواكونه ښكېل نه دي.

د خاك جبار ولسوالۍ امنيه قوماندان احمد يعقوب زلمي وایی، د كابل د خاك جبار ولسوالۍ، چې د كابل ښار په ختيځه څنډه كې څلوېښت كيلو متره لرې پرته ده. دغلته هم د دولت وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى شوي و، خو د افغان ځواكونو د چاڼيزو عملياتو په پايله كې دغه ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاكه شوې ده.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال  دادان لونګ وايي، دوی په هغو سيمو كې چاڼيز عمليات پيل كړي، چې وسله وال مخالفين په كې د امنيت د خرابولو هڅه كوي.

د ملي اردو د دغه قوماندان په خبره، دښمن په دې هڅه كې دى، چي د ننګرهار حصارك، بټي كوټ او شېرزاد ولسواليو كي امنيټ ګډود كړي، خو دوی د وسله والو مخالفينو د پلانونو د شنډولو لپاره خپل چاڼيز عمليات پېل كړي دي.

د ننګرهار د حصارك ولسوالۍ چېرې، چي له دوو اوونيو را په دېخوا په كې د وسله والو مخالفينو او افغان ځواكونو تر منځ نښتې روانې دي. د څلورمې پلې لوا د لومړي كنډك قوماندان سخي داد محمدي وايي، اوس د دې ولسوالۍ  ډېرې سيمي تصفيه شوي او يو شمېر چيچنيايي ترهګر يي وژلي او يا ټپيان كړي دي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز  شېرمحمد كريمي همدارنګه وایی، دا چاڼيز عمليات په داسي حال كي په خپلواكه توګه د افغان ځواكونوله لخوا پېل شوي، چي په پام كي ده د  ۲۰۱۴ كال په پاى كۍ ټولې امنيتي چارې له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونوته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version