تازه خبرونه
د لوګر په مرکز پل علم کې چاودنې یوولس تنه ټپیان کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لوګر والي ویاند سلیم صالح رسنیوته وویل، چې د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند شهیدانو چوک ته څېرمه تیر ماښام شپږ نیمې بجې د ځای پر ځای شويوچاودېدونکیو توکو له کبله چاودنه وشوه، چې په پایله کې یي یوولس تنهټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ په ټپیانو کې اووه نرینه او درې ښځې او یو ماشوم شامل دی.
تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستې.