سیمه ییز خبرونه
د لوگر د مس عينك كان د كيندنې تړون له بشپړ رڼښت بې برخې دى
د گلوبل ويتنس په نامه نړيوال بنسټ وايي، چې:
د لوگر د مس عينك كان په تړون كې له نه رڼښت سره سره يو لړنيمگړتياوې شته، چې كه په وخت ورته لارې چارې ونه موندل شي؛ په راتلونكې كې به د ستونزو لامل شي.
د دغه بنسټ چارواكي، چې د دغه كان چارې يې له نږدې څارلې وايي:
په دې اړه لاسليك شوى تړون خپورشوى نه دى او مدنې ټولنه او خلك يې په اړه بې خبري دي.
د كانونو وزارت وايي، چې:
د كانونو يو شمېر تړونونه يې خپاره كړي او د مس عينك تړون به هم ژر خپورشي.
گلوبل ويتنس، چې په لندن كې يوه نادولتي څارونكې موسسه ده او د طبيعي زيرمو او ورسره له تړليو موضوعاتو څېړنه كوي وايي، چې:
د مس عينك كان د افغانستان لپاره لويه مالي سرچينه ده؛ خو په تړون كې يې يو لړنيمگړتياوې موجودې دي، چې بايد ورته پاملرنه وشي.
په افغا نستان كي د گلوبل ويتنس موسسې مسوول كيون وايي، چې:
كه څه هم دا د افغان حكومت لپاره لومړنى او تر ټولو لوى قرداد و، چي تر سره شوى؛ ښايي د رڼښت په برخه كي يې ځينې نيمگړتيا وي مو جودي وي، چې افغا ن دولت يي بايد له منځه يوسي.
كيون زياته كړې، چې:
له ۲۰۱۶ز. كال وروسته دغه كان د افغانستان لپاره يوه لويه مالي سرچينه ده او هركال به له دې لارې ۵۴۱ ميليون ډالرعوايد ترلاسه كوي او پېنځه زره كسانو ته به په كې د كار زمينه برابره شي.
د افغا نستان د كانونو وزارت د پاليسۍ سلا كاره غزال حبيب يار وايي:
يو لړ هغه ستونزې، چې په دې رپوټ كې ورته يادونه شوې؛ ترډېره بريده حل شوي او دغه وزارت تر اوسه ۲۰۰ شوي تړونونه خپاره كړي او د دې تړون د جزئياتو د خپرولوهڅې هم دوام لري.
د يادونې وړ ده، چې د لوگر د مس عينك كان د استخراج چارې د ۲۰۰۸ز. كال د مى په مياشت كي يوې چينايي كمپنۍ ته سپارل شوې دي.