سیمه ییز خبرونه
د لوگر سيمه ييزې محكمې يو تن ته د شپاړس كاله بند سزا واوروله
د لوگر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ لومړنۍ محكمې يو تن په شپاړس كاله بند محكوم كړ.
دغه كس د يو تن په وژلو مجرم پېژندل شوى ، خو د محكمې پرېكړه غيرعادلانه او لږيدلى تور بې بنسټه بولي.
د محمداغي ولسوالۍ د ابتدائيه محكمي قاضي مشعل محمد وايي:
دغه كس شفيع الله نومويږي او د لوگر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسيد ونكى دى. پر نوموړي د كوچي په نامه د يو كس د وژنې ادعا شوې، چې له همدې كبله د دغې ولسوالۍ لومړنۍ محكمې د جزا د قانون د ۳۹۶ مادې په اساس په شپاړس كاله بند محكوم شو او د يادې محكمې د قاضيانو لخوا ورته دغه سزا واورول شوه .
د دغه كس كورنۍ او مدافع وكيل د محكمې پرېكړه غير عادلانه بولي او د استيناف غښتنه كوي.
د مقتول پلار جمعه گل ټينگاركوي، چې:
زما زوى كوچى نوميده، چې د شفيع الله له خوا په بې رحمۍ وژل شوى دى.
نوموړي له محكمې څخه د عدالت غوښتونه وكړه.
د مقتول د پلار په وينا كوچى د ۱۳۹۰ ل كال د سلواغې په ۲۲ نېټه د همدغو خلكو له خوا له كوره ايستل شوى و، چې شاوخوا لس ورځې وروسته يې مړى د كابل په شيوه كيو كې له سيند څخه وموندل شو.
نوموړى وايي، چې د كورنيو ترمنځ د يو لړستونزو له كبله له دې وړاندې كوچى د شفيع الله او د ده د كورنيو د غړيو له خوا هم وهل شوى و.