سیمه ییز خبرونه
د لوگر والي ارسلا جمال په جومات كې د چاودنې پر لامل ووژل شو
د لوى اختر په لومړۍ ورځ د لوگر والي ارسلا جمال په هغه چاودنه كې ووژل شو، چې د جومات په ميكروفون كې ځاى په ځاى شوى و.
د لوگر والي وياند دين محمد درويش وايي، چې دا پېښه د پل علم په جامع جومات كې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په پېښه كې پېنځلس نور كسان ټپيان دي.
د لوگر امنيتي چارواكي وايي، چې ځينې كسان په شيشو ټپيان شوي دي.
د افغان ولسمشر حامد كرزي دا بريد غندلى او ارسلا جمال يې يو خدمتگار او وطندوست شخص بللى دى.
ولسمشر وايي،
د طالبانو تروریستي بریدونه، چې د اسلام په نوم حتا په جوماتونو او عیدگاوو کې زموږ د بې گناه خلکو د وژنې سبب کیږي، په یقین، چې د مسلمانانو کار نه دی، بلکې دا د هغو کسانو اعمال دي، چې د مسلمانانو د وژنې لپاره گمارل شوي دي.
ارسلا جمال اووه مياشتې وړاندې د لوگر د والي په توگه دنده تر سره کوله او له دې مخکې يې د خوست د والي او د قومونو او سرحدونو چارو د سرپرست وزیر په توگه دندې ترسره کړي دي.
ارسلا جمال د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالې كې زږيدلى، په ماليزيا كې يې لوړې زده كړې كړې وې.
د يادونې وړ ده، چې د دې پېښې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى .