تازه خبرونه
د لوگر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسوقومندان ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوگر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ امنیه قومندان څارنمن مطیع الله عبدالرحیمزی وایي، د محمداغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان شاه آغا پرون ماښام د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په باغ علي مردان سیمه کې د ناڅرگندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی.
عبدالرحیمزي زیاته کړې؛ شاه آغا د کابل ښار په دغه سیمه کې پلی روان و، چې وسلوالو پرې ډزې کړي؛ هغه یې وژلی او بریدگر په تېښته بریالي شوي دي.
د عبدالرحیمزي په وینا؛ له دې پېښې وړاندې هم نوموړي ته د وژنې گواښونه شوي وه او کیدی شي دغه قومندان د طالبانو له خوا وژل شوی وي.