تازه خبرونه
د لوگر ولایت په مرکز کې موتر بم چاودنې ۶ کسه وژلي او ۲۴ نور ټپیان دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوگر ولایت په مرکز کې موتر بم چاودنې ۶ کسه وژلي او ۲۴ نور ټپیان دي
د لوگر په مرکز پل علم ښار کې د نن سهار موټر بم چاودنې د درې پولیسو په گډون شپږ تنه وژلي او ۲۴ نور د یو ماشوم په گډون ټپیان دي
د لوگر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وایي؛ د موتر بم دغه چاودنه، چې د پولیسو د چټک غبرگون د قوماندانۍ په دروازه کې وشوه، د ولایتي شورا، چټک غبرگون او اوبو رسولو ودانۍ یې سختې زیانمنې کړې دي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي ویلي، د دغه برید له کبله ښایی اوښتې مرگ و ژوبله نوره هم زیاته شي. یوې امنیتي سرچینې په ډاگه کړې، چې په برید کې درې پولیس وژل شوي او گڼ نور ټپیان دي.