تازه خبرونه
د لوگر په محمداغه ولسوالۍ كې پر محلي پوليس ځانمرگى بريد وشو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوگر د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالورا وايي؛ په دې بريد كې، چې د موتر په وسيله شوى پېنځلس ملكي وگړي او درې محلي پوليس ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي، دا بريد د محمد آغې ولسوالۍ د هوتل سلام په بازار كې پرسیمه ییزو پوليسو شوى دى.
نوموړي په ډاگه کړه؛ دغه بريدگرغوښتل هغو مراسمو ته ځان ورسوي، چې د كابل د پوليسو په اكاډمۍ كې د وژل شويو محصلينو د دعا له پاره جوړ شوي وه، خو د امنيتي تدابيرو له کبله هغه ځاى ته له رسيدو مخکې یې خپل توکي وچول.