تازه خبرونه

د لویې څارنوالۍ رییس او کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ریاست ته نوماندانو د شنبې په ورځ(د وري ۲۱)  ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.

کورنیو چارو وزارت ته نوماند ډګر جنرال تاج محمد جاهد په ۱۹۰ رایو او  محمد فرید حمیدي په  ۲۰۰ رایو د باور وړ وګڼل شول.

دغه دوه نوماندان د وري په ۱۶ ولسي جرګې ته د باور رایو د ترلاسه کولو په هیله د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش ورپېژندلي وه.

د ملي وحدت حکومت دغو نویو چارواکو ولسي جرګې ته د اداري فساد په وړاندې پر مبارزه او امنیتي خوندیتوب ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه ، چې په دغو برخو کې به له نوښتونو ډکې هڅې تر سره کړي.

لوی څارنوال فرید حمیدي وویل؛ د عدالت او حاکمیت خونديتوب ته به مبارزه کوم او هڅه به وشي، چې په دې اداره کې د فساد په وړاندې مبارزه پیل کړم.

کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په وړاندې به ټینګه مبارزه کوم او هېوادوالو ته د امنیت د خوندي کولو ډاډ ورکوم.  

دواړو نوماندانو د جرګې  له ۲۲۵ حاضرو غړیو د ډاډ وړ خپلې رایې تر لاسه کړې.

محمد فرید حمیدي د باور ۲۰۰ رایې، ۱۹ د بې باورۍ، درې باطلې او څلور سپینې رایې د لویې څارنوالۍ مقام ته خپلې کړې.

 دغه راز تاج محمد جاهد د باور ۱۹۰، ۲۰ د بې باورۍ، ۷ باطلې او ۹ سپینې رایې کورنیو چارو وزارت ته خپلې کړې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي  له دواړو څخه د خدمت هیله وکړه او له حکومته یې وغوښتل، چې ډېر ژر د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت عومي ریاست نومماندان د باور رایو له پاره جرګې ته وروپېژني.

د ولسي جرګې غړیو پخپلو رایو خوښي څرګنده او د نظام یوه برخه یې بشپړه کړه او هیله من شول، چې حکومت باید د سرپرستۍ ستونزې ته د پای ټکی کیدي. 

Trending

Exit mobile version