تازه خبرونه

د لویې څارنوالۍ پر کارمندانو برید د سولې بهیر د ګډوډولو یوه هڅه ده- خلیلزاد

Published

on

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لويې څارنوالۍ پر کارمندانو برید غندلی او وایي، چې د سولې خبرو د ګډوډولو لپاره په افغانستان کې د ننه او بهر هڅې پیل شوې دي.

په کابل کې د دوه څارنوالانو په ګډون د لویې څارنوالۍ د پېنځه کارکوونکیو وژل کیدو غبرګونونه را پارولي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د لویې څارنوالۍ دغو پېنځه کارکوونکيو د طالب زندانیانو په خوشې کولو کې آسانتیاوې برابرولې.

ده ټينګار کړی، چې د دغې پېښې عاملین باید پیدا شي. دغه برید هغه څه ښيي، چې مونږ ټول پرې پوهیږو؛ کورني او بهرني مخربین غواړي، چې سوله ګډه وډه کړي او یا یې وځنډوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د تاوتریخوالي ډېروالی به د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی ویلي؛ د دې پېښې ردول، طالبان له دې پېښې سپنړلی نشي. د هېواد قاضیانو ورته ډېر بریدونه شوي، چې د طالبانو کار و. طالبان باید په دې اړه ځواب ویونکی وي او تاوتریخوالی به د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي.  

وسلوالو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، چې پېښه جدي څېړي او په وینا یې ټول  اړخونه باید د سولې د مخالفینو دسیسو ته متوجه شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړی نعیم‌ نظري ویلي: که څه هم د څارنوالانو ترور نه یوازې له نړیوالو بشري حقونو سره په تضاد دی، بلکې اوسمهال د سولې بهیر هم زیانمنوي.

د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د ورنږدې کیدو له راپورونو سره همهاله، هدفي وژنو زور اخیستی او څوک یې مسوولیت هم پر غاړه نه اخلي.

سیاسي شنونکی ولی الله شاهین وایي: تر هغې، چې خپلمنځي خبرې پیل نشي؛ جګړه به روانه وي او د خلکو وژنه به روانه وي. په لومړۍ ناسته کې پر تلپاتي اوربند برېکړه کیږي.  

زلمي خلیلزاد ویلي، چې طالبان او حکومت باید په دغو شرایطو کې وېره ونلري او ژر دې خپلمنځي خبرې پیل کړي.

د سولې په برخه کې د  دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: تمه ده، چې د خپلمنځي خبرو د پیل نېټه همغږې شي؛ د بندیانو د تبادلې بهیر تر سره او د تاوتریخوالي کمښت وروستی شي او مونږ د خبرو پیل ته ورودانګو.

له دې مخکې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي وه، چې له سولې سره مخالف طالبان له نورو سخت دریځو ډلو سره یو ځای شوي او د ولایت په نوم یې ډله جوړه کړي، چې سوله ګډه وډه کړي.

Trending

Exit mobile version