تازه خبرونه

د لوی اختر په ویاړ طالبانو درې ورځنی اوربند په ډاګه کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۳۹۹)

طالبانو د سې شنبې پر مازیګر په ډاګه کړه، چې د لوی اختر درې ورځې به په ټول افغانستان کې اوربند وي او دواړه خواوې دې په خپلو سیمو کې ډاډمن اختر ونمانځي.

طالبانو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې د لوی اختر په درې ورځو کې به پر افغان امنیتي ځواکونو برید نه ترسره کوي؛ خو د حکومت د بریدونو ځواب ویونکي به وي.

دوی دا هم ویلي، چې اوربند به د دې لپاره پلی کیږي، چې افغانان له سوله ییز اختره خوند واخلي.

دوی وبلي؛ اجازه نشته، چې طالبان حکومتي سیمو ته ولاړ شي او حکومتي خلک د طالبانو اړوند سیمو ته وردننه شي. ټول دې په خپلو سیمو کې ډاډمن اختر ونمانځي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د افغانستان حکومت د طالبانو له درې ورځني اوربنده هرکلی کوی او د ولسمشر د سپارښتنې له مخې افغان ځواکونه اړ دي، چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.

هغه زیاته کړې؛ تر هغې، چې طالبان اوربند مات نکړي؛ افغان مالي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به هم د طالبانو پر وړاندې عملیات نکوي.

د یادونې ده، چې د طالبانو دغه اعلامیه له هغې وروسته، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سام په ویدیوي ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې د راتلونکیو پرمختګونو لپاره دې په اختر کې اوربند وکړي.

Trending

Exit mobile version