سیمه ییز خبرونه
د لوېديځ بې پامي د دې سبب شوه، چې د غويي له اتمې وروسته پېښې را منځته شي
د ولسمشر لومړى مرستيال وايي، چې د افغانستان د خلكو د جهاد له برياليتوب وروسته د امريكا او لوېديځ بې پامي د دې سبب شوه، چې د غويي له اتمې وروسته پېښې را منځته شي.
ښاغلى محمد يونس قانوني، چې د مارشال محمد قسيم فهيم تر مړينې وروسته د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ټاكل شوى، وايي:
كه څه هم لوېديځ او امريكا د مجاهدينو په برياليتوب كې ونډه لرله، خو هغوي له مجاهدينو څخه په ملاتړ كې خپلې موخې تعقيبولې.
نوموړي د مجاهدينو د برياليتوب د دوه ويشتمې كليزې په نمانځغونډه كې لوېديځ تورن كړ، چې د بې پامۍ له وجې يي د غويي له اتمې وروسته پيښې را منځته شوې.
نوموړي همدا راز حكومت او ځينې ډلې تورنې كړې، چې په وروستيو ۱۳ كلونو كې يي د نااعلام شوې پاليسي له مخې هڅه كړې، چې مجاهدين بدنامه كړي.
د ولسمشرۍ كانديد عبدالله عبدالله هم د مجاهدينو له خوا ځينې تېروتنې مني خو دې تېروتنو ته لمن وهل ملي خيانت بولي.