نړۍ

د ليبيا انتقالي شورا پر ډيموكراتيكو اصلاحاتو ټينگار وكړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ليبيا انتقالي شورا مشرمصطفى عبدالجليل وايي، چې:

دغه شورا به تر راتلونكيو څو اوونيو خپل فعاليت د ليبيا پلازمېنې طرابلس ته را وليږدوي.

نوموړى، چې د پاريس له ناستې وروسته ليبيا ته ستون شوى او د بنغازي په هوايي ډگركې يې خبرې پيل كړې؛ وويل، چې ملگرو ملتونو او د نړۍ لويو هېوادونو په دغه ناسته كې له يادې شورا سره د مرستې او د ليبيا بيارغونې لپاره د ليبيا له بندو شويو پيسو څخه ۱۵ ميليارډ ډالر دغه هېواد ته ازاد كړي دي.

د ليبيا انتقالي شورا رييس مصطفى عبدالجليل د ليبيا په بنغازي ښار كې وويل، چې:

دغه شورا به تر راتلونكيو څو اوونيو طرابلس ته خپل فعاليتونه را وليږدوي .

نوموړي د قبايلو له مشرانو او لوړ پوړيو پوځي چارواكو په مننه وويل، چې:

په راتلونكې اوونۍ كې به طرابلس ته ولاړشي او دغه ښارد دوى پلازمېنه ده.

بنغازې، چې د ليبيا دوه يم ستر ښار بلل كيږي؛ د طرابلس ختيځ ته په زركيلو مترۍ كې پروت دى .

د ليبيا انتقالي شورا د روان عيسوي كال د اگست په ۲۶ له هغې وروسته، چې د طرابلس ښار ته ننوتل او درې ورځې يې قذافي ته له وفادارو ځواكونو سره سخته جگړه وكړه؛ اعلان وكړ، چې دوى د قذافي پراستوگنځي ولكه كړې او ډېر ژر به د دغې شورا فعاليتونه، چې له انتقالي دولت سره برابردي، طرابلس ته وليږدوي .

له دې وړاندې يادې شورا ويلي وه، چې په طرابلس كې امنيت ډاډمن نه شي؛ دوى به دغه ښار ته ولاړ نه شي .

د ليبيا د انتقالي شورا رييس مصطفى عبدالجليل، چې د پاريس له ناستې را ستون شوى د بنغازي په ښار كې وويل، چې:

ملگرو ملتونو او د نړۍ لويو هېوادونو له يادې شورا سره د مرستې او د ليبيا د بيارغونې په موخه د ليبيا له هغو پيسو، چې كنگل شوي؛ پېنځلس ميليارډ ډالر آزاد كړي دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version