نړۍ
د ليبيا انقلابي ځواكونه پرته له نښتې بني وليد ښار ته دننه شول
د ليبيا د انتقالي شورا پوځي كوماندان اعلان كړى، چې د دوى ځواكونه پرته له كومې نښتې د بني وليد ښار ته د ننه شوي دي .
د بنې وليد ښار د طرابلس سهيل ختيځ لوري ته په ۱۴۰ كيلو مترۍ كې پورت دى، چې تر دې مهاله قذافي ته د وقادارو ځواكونو په ولكه كې و .
د ليبيا د انتقالي شورا پوځي كوماندان ابوسيف عنيفه اعلان كړى، چې:
د دوى ځواكونه پرته له كومې نښتې دغه ښار ته دننه شوي او اوس مهال قذافي ته د وفادارو ځواكونو په پاكولو بوخت دي .
د قذافي زوى سيف الاسلام قذافي ترتېرې ورځې هم په بنې وليد ښار كې په دې موخه موجود و، چې قدافي ته د قبيلو د مشرانو ملاتړ تر لاسه كړي.
نوموړى د جمعې په ماښام له دغه ښاره په يوه موټر كې د ليبيا سهيلي سيمو ته تللى دى .
د ليبيا انتقالي شورا په سهيل كې د سرت ښار د قبيلو مشرانو ته، چې قذافي ته له وفادارو ځواكونو ملاتړ كوي؛ هغه وركړ شوى مهلت وغځاوه، چې پرته له كومې نښتې دې دغه ښار د ليبيا انتقالي شورا ته وسپاري.
