نړۍ
د ليبيا مركز طرابلس دولتي ځواكونه څاري- سیف الاسلام قذافي
د لیبیا د مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام نن په مرکز طرابلس کې یوې خبرې غونډې ته خبرې وکړې.
پرون، چې کله یاغي ځواکونه طرابلس ته ورننوتل؛ نو ادعاء یې وکړه، چې:
سیف الاسلام یې نیولی او په څو ساعتونو کې به ټولې سیمې لاندې کړي.
سیف الاسلام، چې یو وخت داسې باورکېده، چې دی به له معمر القذافي وروسته د لیبیا مشري کوي وایي:
پلار یې خوندی دی او د لیبیا مرکز یاغیانو نه دی نیولی.
یاغیانو د دوشنبې په ورځ وویل، چې:
پېنځه نوي په سلو کې یې طرابلس نیولی دی.
سیف الاسلام ناټو او لویدیځ هېوادونه ملامته کړل، چې د ده د نیولو په اړه یې ناسم رپوټونه خپاره کړې د.
دى وايي، چې :
لومړی غواړم ټولې اوازې رد کړم، ناټو او لویدیځ نوې ټکنالوژي لري، خو دوى يې ارتباطات قطع کړي او بند کړې دي.
نوموړى وايي، چې:
د لیبیا خلکو ته يې د لیبیا د شبکې له لارې د خپلو بریاوو پیغامونه استولې دي.
دوى د دولتي تلویزیون خپرونې ودرولې او د رسنیو او ټکنالوژۍ جگړه يې پیل کړې، چې په دې توگه په لیبیا کې ویره پیدا کړي او یو گډوډ حالت رامنځته کړي.
سیف الاسلام همدا راز وویل، چې:
یاغیانو ته د دوشنبې په ورځ هغه مهال، چې دوى غوښتل په طرابلس کې د قذافي پر استوگنځي برید وکړي درانه تلفات واوښتل.
سیف الاسلام او د هغه پلار معمر القذافي په هاگ کې د جنگي جرمونو نړېوالې محکمې د محاکمې لپاره احضار کړې دي